وزیراعظم شهباز شریف د چین سفیر سره په لیدنه کښې ویلي دي چې چين ته د سفر له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي لا پياوړې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ هم زياتې شوې دي
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف سره د چين سفير نينګ رونګ وليدل، دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو خبرې اترې وكړې۔
په دې موقع وزيراعظم ووئيل د نومبر په مياشت كښې چين ته د هغه د دورې راهسې د دواړو هېوادونو ترمېنځه ملګرتيا مضبوطه شوې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه ستراتيژيك ملګرتيا هم زياته شوې ده۔
د چين سفير سره د ملاقات په مهال وزيراعظم شهباز شريف د چين د پخواني اولس مشر جينګ زيمن په مړينه د ژور خفګان څرګندونه وكړه او وې وئيل چې هغه د پاكستان باوري ملګرے وو چې تل به د هغه ملګرتیا یاد ولري او په دې به فخر کوي، وزیراعظم اوویل چې د هغه کمې به هروخت مونږ محسوسوو.
…………………….