بنګله دېش د هند ملي کرکټ لوبډلې غرور مات کړ او په دويمه يو ورځنۍ لوبو کې يې هم په ماتې ورکولو سره سيريز وګټل

0
72

باغي ټي وي رپورټ

بنګله دېش په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هند ته له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په ۵ منډو ماتې ورکړه او د ۳ شل اوریزو لوبو په لړۍ کې یې ۲-۰ پریکنده بریا خپله کړه. د بنګله دېش په میرپور ښار کې د شل اوریزو لوبو د لړۍ دویمه لوبه کې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش لوبډلې پیل ډېر ښه و نه کړ او یوازې ۶ لوبغاړي یې د ۶۹ منډو په جوړولو پویلین ته راستانه شول. په داسې حال کې محمودالله او مهدي حسن ښه توپ وهنه وکړه او د لوبډلې سکور یې ۲۱۷ منډو ته ورساوه، بیا محمود الله په ۹۶ توپونو د ۷۷ منډو جوړولو وروسته اوټ شو. له بلې خوا مهدي حسن خپلې ښې توپ وهنې ته دوام ورکړ او د خپل کیرئیر لومړۍ سلیزه یې د نسیم احمد په ملاتړ جوړه کړه. مهدي حسن په ۸۳ توپونو ۱۰۰ ناسوځېدلې او نسیم احمد ۱۸ منډې جوړې کړې، چې په دې توګه بنګله دېش په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش د ۲۷۲ منډو هدف په تعقيب کې هند ښه پيل نه کړ، په لوبه کې د کپتان شرما روهېت د ټپي کېدو له امله ويرات کوهلي د شيکر دهون سره د اوپنر په توګه ميدان ته راغی، خو کوهلي يوازې په ۵ منډو اوټ شو. ۷ منډې. د دې تر څنګ دهون ۸، سندر ۱۱ او کی ایل راهول د ۱۴ منډو په جوړولو سره پویلین ته راستانه شول، په داسې حال کې چې شریاس آییر او اکشر پټېل ​​مسوولانه توپ وهنه وکړه او هند ته یې د بریا هیله ورکړه. خو بیا شریاس آییر ۸۲ او اکشر پټیل د ۵۶ منډو په جوړولو سره له لوبډلې څخه ووتل، کله چې هند له ستونزو سره مخ و، کپتان روهیت شرما چې په لوبه کې ټپي شوی و، توپ وهنې ته راغی.
نوموړي په ۲۸ توپونو د ۵۱ منډو اننګز لوبه وکړه، سره له دې چې ګوتې ټپي شو، خو هغه هم لوبډله ونه توانېده، هند په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۶ منډې جوړې کړې. د بنګله دېش له لوري عباد حسین درې لوبغاړي پویلین ته ولېږل، مهدي حسن میرزا او شکیب الحسن دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
په دې توګه بنګله دېش په دوهمه شل اوریزه لوبه کې هند ته له یوې حساسې لوبې وروسته په ۵ منډو ماتې ورکړه او په سیریز کې یې نه ماتی خوړلی برتري ترلاسه کړه، بنګله دېش په لومړۍ لوبه کې هم له یوې حساسې لوبې وروسته هند ته ماتې ورکړې وه. باید وویل شي، چې بنګله دېش په ۲۰۱۵ کال کې هم هند ته په خپله خاوره کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۱-۲ ماته کړې وه. د بنګله دیش او هندوستان ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه به د دسمبر په ۱۰مه ترسره شي

Leave a reply