د خوست اولس ته اسانتیاوې ورکولو لپاره هلې ځلې روانې دي

0
74

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د خوست ولایت اولس د ښیګړې لپارهلې ځلې روانې دې، د خوست والي ددې ولایت د دوکاندارانو او نور ذمه وارو کسانو سره لیدلي او ورته ی ویلي دې چې د خوراکي توکو قیمتو په کنټرول کولو کښې دې د انتظامیه سره همکاري وکړي چې عام اولس ته سهولتونو او نوې اسانتیاوې ورکړې شي.

د افغانستان قامي ټیلي وژن د ټویټر پانړې مطابق د خوست والي محمد نبي عمری د صنفي اتحادیو مشرانو او دوکاندارانو سر ناسته کړې او له دوی ی غوښتي دي چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول کولو په برخه کښې دې همکاري وکړي چې د عام اولس مشکلات کم شي.
یاده دې وی چې امارت اسلامی افغانستان له مشرانو د طرف نه د افغانستان په بیله بیلو ولایتونو کښې د افغان اولس د خیرښیګړې او پرمختګ لپاره هلې ځلې او عملي کوششونه پیل شوي دي، په سرکونو کار روان شوي دې او د ښارونو او نور دولتي ځایونو د بیا رغونې او د صفایی چاري پیل شوي دي.
یاده دې چې د امارت اسلامی افغانستان له طرف نه د په پنجشیر او لوګر ولایت کښې د پخواني افغان مشرانو د کورونو او دفترونو نه چې کوم په لکونو ډالر ،افغانۍ او سره زر د امارت اسلامی افغانستان د مشرانو لاس ته راغلي وو هغه ی د افغانستان مرکزي دولتي بانک ته حواله کړي چې دا روپۍ د افغانستان د اولس په خیرښیګړه خرچ کړې شي.

Leave a reply