د پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت لخوا د پي ټي آئي سره مذاکراتو ته د رضايت په اړه خبرونو باندې تحفظات څرګند کړي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت لخوا د پي ټي آئي سره مذاکراتو ته د رضايت په اړه خبرونو باندې تحفظات څرګند کړي دي۔ مولانا فضل الرحمان وويل عمران خان په تيرو وختونو کې د پي ټي ايم مشران غله او لوټماران بللي دي، هغوي سره په هيڅ صورت خبرې نۀ شي کيدلى. له وزيراعظم شهباز شريف سره په ليدنه کې د پي ډي ايم مشر وويل څوک چې اسمبلۍ ګډوډوي نو بايد لمړى خپل داخلي ګډوډي منظمه کړي، د وخت نه وړاندې انتخابات به نه کيږي او نه به کوم فشار قبول شي..
ياده دي وي چي تيره ورځ د مسلم ليګ ن مشر سردار اياز صادق په خپل يو بيان کښي وئيلي وو چي د پاکستان تحريک انصاف سره بايد خبري اتري وشي۔ د پي ټي آئي سره روان سياسي کړکيچ ختمولو لپاره د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار په څو ورځو کښې د صدر ډاکټر عارف علوي سره دريمه ملاقات کړې چې پکښې د ملک په سياسي او اقتصادي مسائلو او د صوبايي اسمبلۍ نه د استعفاګانو په اړه خبرې شوي دي۔ د نورو موضوعاتو ترڅنګ بحث وشو