د متحده عرب امارات اسلامي هیواد په توګه په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی پاسپورت لري

باغی ټي وي رپورټ
د یوه اسلامي هیواد پاسپورت د نړۍ تر ټولو پیاوړی سفري سند بلل شوی دی.
متحده عربي امارات (UAE) د ارټون کیپیټل لخوا په خپور شوي د نړۍ ترټولو ځواکمن پاسپورټونو په لیست کې لومړی ځای لري.
هغه اتباع چې د متحده عربي اماراتو پاسپورټ لري کولی شي 180 هیوادونو ته پرته له ویزې سفر وکړي.
د ارټون کیپیټل لخوا د جاري شوي بیان له مخې په ټوله نړۍ کې د سفر کچه په چټکۍ سره لوړه شوې، نړۍ اوس هم د وبا له اغیزو سره مخ ده خو اوس سفر ډیر اسانه شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نړۍ د هر هېواد پاسپورت تر ۲۰۲۲ کال پورې پیاوړی شوی، ځکه هېوادونه هڅه کوي چې د سفري اسانتیاوو په ساده کولو سره اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.
له متحده عربي اماراتو وروسته سویس، سویلي کوریا، جرمني، سویډن، فنلنډ، لوګزامبورګ، هسپانیه، فرانسه، ایټالیا، هالنډ او اتریش په ګډه دوهم ځای لري او د ۱۷۳ هیوادونو د سفر لپاره خپلو اتباعو ته د ویزې اړتیا نه لري.
ډنمارک، بلجیم، پرتګال، ناروې، پولنډ، ایرلنډ، امریکا او نیوزیلنډ د پاسپورټونو په کټګورۍ کې درېیم ځای لري چې د پاسپورټونو په لرلو یې ۱۷۲ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي.
د چک جمهوریت، یونان، جاپان، بریتانیې، استرالیا او هنګري پاسپورتونه ۱۷۱ هیوادونو ته له ویزې پرته د سفر اجازه ورکوي او په لیست کې په ګډه څلورم ځای لري.
پنځم ځای په ګډه سینګاپور، لیتوانیا، سلواکیا، کاناډا او مالټا خپل کړی، چې اتباع یې کولای شي د پاسپورټونو په ښودلو سره ۱۷۰ هېوادونو ته له ویزې پرته داخل شي.






