د پاکستان ټاکنو کمیشن پخواني مشر کنور دلشاد وایی چې اليکشن کميشن عمران خان نا اهله اعلان کړے دے او د پارټئ چيرمين حق نه لري

0
79

باغي ټي وي رپورټ
د اليکشن کميشن پخوانى سيکرټري کنور دلشاد وايي چې اليکشن کميشن عمران خان نااهله کړے دے نو هغه د پارټۍ چيئرمېن کېدو حق نه لري.

د جيو نيوز مارننګ شو جيو پاکستان سره په خبرو کې کنور دلشاد وويل چې نوازشريف هم له نااهلۍ وروسته د ګوند له مشرۍ نه هم نااهله شوی دی.
د اليکشن کميشن پخواني سيکرټري کنور دلشاد زياته کړه چې په توشه خانه کېس کې د عمران خان د نااهلي کېدو خطر شته، که وکيلان سم دلائل وړاندې کړي نو کېس ختمېدای شي.

هغه وويل، د ټاکنو کمېسيون د سترې محکمې پرېکړې ته په کتو خپل نظر ورکړی، د قانون له مخې څوک چې د ملي شورا د غړيتوب وړ نه وي، د ګوند مشر نه شي کېدای.

Leave a reply