د پي ټي آئي کارکنانو د عمران خان خلاف وينا کولو باندي صوبائي وزير سره لانجه کړي ده

باغی ټي وي رپورټ
د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان تيره ورځ د خيبرپښتونخوا ريليف او سيټلمنټ وزير اقبال وزير او انصاف سټوډنټس فيډريشن (آئي ايس ايف) ترمينځه د راپیښې شوې شخړې د پلټنو لپاره پنځه کسيزه کميټي جوړه کړې ده۔
تيره ورځ د انصاف سټوډنټس فيډريشن کارکنانو او صوبائي وزير اقبال وزير ترمينځه لفظي شخړه رامخي ته شوي وه چي وروسته آئي ايس ايف نن د احتجاج بلنه ورکړي وه ولي د احتجاج نه وړاندي د خيبرپښتونخوا وزيراعلي او آئي ايس ايف کارکنانو ترمينځه مذاکرات شوي دي۔ بریالي شول. ترسره شول.
وزيراعلي د دې معاملې پلټنې لپاره پنځه کسيزه کميټي جوړه کړې چې پکې علي امين ګنډاپور، مراد سعيد، مينا خان، کامران بنګش او بيرسټر محمد علي سيف شامل دي.
کمېټۍ به خپل رپورټ شپږ ورځو کښې وړاندې کوي.
د ISF د خيبر پښتونخوا صدر علامه اقبال جيو نيوز ته ويلي چې پرون په غونډه کې د صوبايي مرستو او آبادۍ وزير اقبال وزير د عمران خان په ضد خبرې وکړې چې له امله يې د ISF کارکونکي په غوسه شول او خبره تر ډزو پورې ورسېده.
هغه وويل چې ايساف له کابينې څخه د اړوند وزير د لرې کولو غوښتنه کړې وه.





