اسمبلۍ مه ماتوۍ، د مشورې له لارې نوی سیټ اپ جوړیدلې شي، د زرداري او چوهدري شجاعت د غونډې دننه کیسه

0
86

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري شجاعت تر منځ د وروستۍ ليدنې داخلي کيسه رابرسېره شوې ده.

دوه ورځې وړاندې اصف علي زرداري د چوهدري شجاعت حسېن سره په خپل کور کې ليدلي وو، ملاقات کې وفاقي وزير طارق بشير چيمه او رخسانه بنګش هم موجود وو.

دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې پخواني صدر دپنجاب وزيراعلي پرويز الاهي ته تجويز ورکړى چې اسمبلۍ دې نه منحل کړي، نو د صلاح مشورې له لارې دې نوې سيټ اپ جوړ کړل شي.

سرچينې وائي په دغه ليدنه کې اصف علي زرداري چوهدري شجاعت ته باور ورکړى چې حمزه شهباز به په نوي سيټ اپ کې وزيراعلى نۀ وي.

سرچينې دا هم وايي چې په دغه ليدنه کې چوهدري شجاعت اصف علي زرداري ته دپرويزالهي سره دخبرو کولو باور ورکړى دى.

Leave a reply