اسلامي امارت د خپل حکومت له پیل وروسته په لومړي ځل په یو قاتل شرعي قصاص پلي کړی.

0
109

اسلامي امارت د خپل حکومت له پیل وروسته په لومړي ځل په یو قاتل شرعي قصاص پلي کړی.

7 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د اسلامي امارت سترې محکمې پر یو قاتل باندې د حکومت د لوړرتبه مشرانو او زیات شمیر هیوادوالو په حضور کې شرعي حد قصاص پلي شو.

اعلامیه کې راغلي:

نن ورځ د فراه ولایت په مرکز کې په یو تن قاتل باندې د الله جل جلاله حکم (قصاص) تطبیق کړل شو.

 

دغه قاتل تاجمیر د غلام سرور زوی د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ جلوارچه کلي اوسیدونکی و، چې په (۲۱ د ۱ د ۱۴۳۹ هجري قمري) کال يې یوتن مصطفی د عبدالرحمن زوی د فراه پشت کوه ولسوالۍ د ګنګ کلي اوسیدونکی په خورا ظلم سره په چاقو وهلی او وژلی و، د هغه یو عراده موټر سائکل او یو دانه ټلیفون يې له ځانه سره وړي و. وروسته د نوموړي مقتول د ورثه لخوا دغه کس وپيژندل شو چې د اسلامي امارت د فراه ولایت مسئولینوته يې د نیولو په اړه عارض شول، له پلټونو وروسته نوموړی قاتل ونیول شو چې د اسلامي امارت د محاکمو په حضور کې يې بې له اکراه څخه په خپل جرم اعتراف وکړ.

دغه موضوع له ټولو محکمو څخه په کلکه وڅیړل شوه او وروسته سترې محکمې د حد قصاص حکم پرې ورکړی، چې نن ورځ د اسلامي امارت د مشرتابه له تأیید وروسته حد پرې پلی شو.

یاده غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند، د سترې محکمې رئیس قاضي القضاة شیخ عبدالحکیم حقاني سربیره د اسلامي امارت زیاتو وزارتونو “خارجه، داخله، معارف، عدلیې، امربالمعروف وزارتونو وزیرانو، ځینو والیانو او د سترې محکمې اړوند زیاتو علماؤ ګډون کړی وو.

اړوند موضوعات

 ذ،م: د نړۍوالود شرعي حدودو له پلي کولو سره مخالفت د اسلام سپکاوی دی   

یاده دې وي چې له دې وړاندې په ځینو ولایتونو کې د اسلامي امارت له لورې په زیاتو مجرمینو د زنا، شرابو، غلا، اختطاف او نور حدونه تطبیق شوي وه، چې د نړیوالو له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شو.

حماد

Leave a reply