د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د پاکستان د تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري د امريکايي سفير سره د ليدنې په اړه وويل، چې امريکايي چارواکي له بېلابېلو سياسي ګوندونو او چارواکو سره ليدنې کوي
باغي ټي وي رپورټ
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د پاکستان د تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري د امريکايي سفير سره د ليدنې په اړه وويل، چې امريکايي چارواکي له بېلابېلو سياسي ګوندونو او چارواکو سره ليدنې کوي.
کله چې د فواد چوهدري د ملاقات په اړه د امريکې د خارجه وزارت وياند پوښتنه وکړه نو وې ويل چې د کوم امريکايي چارواکي سره د کومې ډلې يا فرد د ملاقات تصديق نه شي کولی. ياده دې وي چې فواد چوهدري څو ورځې وړاندې د امريکې سفارتخانې کښې د امريکې سفير ډونلډ بلوم سره يو ساعت ليده کاته کړي وو۔
جيو نيوز سره په خبرو کې فواد چوهدري د امريکې سفير سره د ملاقات پخلی کړی او وئيلي يې دي چې د امريکې سفير سره يې ملاقات کړی ، دا يو معمول ملاقات ؤ .