په تورخم پوله د غیرقانوني پیسو اخستل بند شو

0
86

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د افغان مسافرو نه د غیرقانوني روپو اخستل بند شو، په تورخم پوله ، د ځای خلقو مطابق، اهلکارو به د افغان مسافرو نه پاکستان ته راداخلیدو لپاره په زرګونو روپې اخستې .

ارباب شهزاد، د وفاقی کابینې سیکرټری د خپل ټویټر په پانړه لیکلي چې وفاقي کابینې په تورخم پوله د مسافرو نه د غیرقانوني پیسو خلاف نوټس اخستې، وزیر اعظم عمران خان حکم جاري کړې چې افغان مسافرو نه دې غیرقانوني پیسې اخستل بند شي. افغان مسافرو او ځای سوداګرو د پاکستان حکومت او وزیر اعظم ستاینه کړې چې د افغان مسافرو نه ی د غیرقانوني روپې اخستل ی بند کړل.

په ټویټر پانړه یو تن لیکلي چې په تورخم پوله د افغان مسافرو نه ۴۰۰ نه واخله تر ۶۰۰ پورې ډالر اخستل کیږي. یاده دې وی چې په تورخم پوله د سوداګرو نه د شکایت هم راغلې دې چې په دې پوله د پاکستان او افغانستان سوداګرو ته هم یو شمیر ستونزې رامخې ته شوي دي چې له وجهې ی د دواړو هیوادونو ترمینځ په دوه اړخیزه تجارت ډیر بد اثرشوې دې او د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ډیر کم شوې دې.

https://twitter.com/BSangerwal/status/1443334904075407363

Leave a reply