عدالت د پي ټي آئي د مشر اسد عمر په ضد د توهين عدالت روان نوټس کيس په غير مشروطه معافي ورکولو سره ختم کړے دے

0
218

اغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف سيکرټري جنرل اسد عمر د عدالت د توهين په مقدمه کې په غير مشروطه توګه بښنه غوښتې ده.

د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بينچ جسټس جواد حسن د پي ټي آئي سيکرټري جنرل اسد عمر ته د توهين عدالت نوټس په قضیه کښې پریکړه اوريدلي ده۔

اسد عمر د نومبر په ۲۶مه په راولپنډۍ کې د پي ټي ايي جلسې ته په وينا کې په قاضيانو نيوکې کړې وې.عدالت د اسد عمر د وينا ويډيو او ټرانسکريپټ هم غوښتي وو.

اسد عمر نن د عدالت په حکم د خپل وکیل فیصل چوهدري سره عدالت ته حاضر شو. جسټس جواد حسن له فيصل چوهدري څخه وغوښتل چې ددوي موکلين چرته دې وړاندې کړي، په دې اړه اسد عمر دعدالت روسټرم ته راغلى او دخپلې وينا په اړه يې غيرمشروطه بښنه وغوښته او ويې ويل چې مونږ دعدليې احترام کوو او دا کار به جاري ساتو.

جسټس جوادحسن وويل مسله دعدالت دتوهين نه بلکې په ادارو اؤ دهغوي دشخصيت تورونه دي چې په ځواب کې اسد عمر وويل زما په خبرو کې دکوم قاضي نوم نۀ دى اخستى.

د پي ټي ائي مشر اسد عمر له عدالت نه غير مشروطه بښنه وغوښته او ويې ويل چې زما مقصد عدالتونه يا ججان په نښه کول نه وو، چې په ځواب کې جسټس جواد حسن وويل چې زما ستاسو ويډيو بيان ده، دوی دا نه چلول غواړي. زه پوهیږم چې تا څه وویل.
جسټس جواد حسن ريمارکس ورکړو چې عدالتونو تاسو ته د لانګ مارچ اجازه ورکړې، تاسو عدالتونه په نښه کړل.
اسد عمر وويل که زما په بيان کومه کرښه تيره شوې وي بخښنه غواړم.
قاضي وويل، چې محکمې ته ستاسو ويډيويي بيان شته، تاسو پوهيږئ چې تاسو په وينا کې څه وويل، د اساسي قانون ٥٠ ماده د حرکت او ٦٠ ماده د ډيموکراسۍ حق ورکوي، خو پر بنسټونو د نيوکې اجازه نه ورکوي.
عدالت د پي ټي آئي د مشر اسد عمر په ضد د توهين عدالت روان نوټس کيس په غير مشروطه معافي ورکولو سره ختم کړے دے۔

Leave a reply