په کابل کې د نجونو د ښوونځيو د دولسم ټولګي ازموينه نن اخيستل کېږي

0
129

په کابل کې د نجونو د ښوونځيو د دولسم ټولګي ازموينه نن اخيستل کېږي

د پوهنې وزارت نجونو ته امر کړی، چې تنګ کالي، پتلون او داسې جامې وانغوندي، چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي. دغه راز ويل شوي چې د ازموينې پر مهال به په ښوونځيو کې د مامورينو په ګډون هيڅ نارينه حاضر نه وي او د دې ترڅنګ دې ښځينه زده کوونکي او د هغوى استادان هم تورې جامې واغوندي او د امکان تر حده خپل مخونه پټ کړي.

(2022 / 12 / 7    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا. د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت امر کړی، چې د کابل ښار د نجونو د ښوونځیو د دولسم ټولګي ازموینې به نن چهارشنبه د قوس په ۱۶مې نېټې واخستل شي. ښځینه زده کوونکي باید په خپلو ښوونځیو کې حاضرې شي او د ټولګي د ودې لپاره په دریو ساعتونو کې ۱۷ مضمونونه آزموینه ورکړي.

د دغو زده کوونکو ازموینه به نن سهار ۹:۰۰ بجې پیل او د ماسپښین ۱:۰۰ بجې پای ته ورسیږي. په دې درې ساعتونو کې به ښځینه زده کوونکې له بېلابېلو موضوعاتو څخه ۱۵۰ پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او یوازې هغه کسان به بریالي کېږي چې د کامیابۍ نمرې ترلاسه کړي.

د پوهنې وزارت حکم دا دی چې که کوم زده کوونکی په څلورو مضامینو کې ناکام شي، هغه به مطلق ناکام اعلان شي.

Leave a reply