افغان حکومت سپین بولدک پوله وتړله

0
102

باغي ټي وي رپورټ
په ټولنیزو رسنیو داسې رپورټو خپاره شوي دي چې ویل کیږي چې د افغان حکومت له طرف نه د پاک افغان پوله په سپین بولدک کراسنګ پواینټ تړلې دې.

څو ورځې وړاندې هم په پاک افغان پوله تورخم هم د ځای مزدورانو له طرف نه په لنډیکوتل کښې یو لوی لاریون پیل شو او غوښتنه ی وکړه چې د پاکستان او افغانستان پوله دې د هر قسم تګ راتګ لپاره پرانستل شي. د حکومتی چارواکو نه لا داسې بیان نه دې خپور شوې چې پوله ی په څه وجه تړلې ده.
یاده دې وی چې د پاکستان حکومت این سي او سي ادارې په ملک کښې کورونا مرض مخنیوي لپاره په میی کال ۲۰۲۱ کښې د پاکستان افغانستان سره په پوله سفری بندیزونه ولګول. د مراسله مطابق پاکستانیان د افغانستان نه پاکستان ته راتلۍ شي او د پاکستان نه افغانیان کولې شي چې افغانستان ته داخل شي.

Leave a reply