د لنډیکوتل په لرې پرته سیمه بازار ذخه خیل کښې هم د پولیو ناروغۍ ضد کمپاین پیل شوې دې.

0
96

نصیب شاه شینواري
د لنډیکوتل په لرې پرته سیمه بازار ذخه خیل کښې هم د پولیو ناروغۍ ضد کمپاین پیل شوې دې.
د پولیو ټیمونو لپاره په بشپړه توګه د امنیت ګامونه اخستل شوي دي او خیبر رایفلز ځواک اهلکارو د پولیو ټیمونو امنیټ ډاډمن کړې دې.

د خیبر پښتونخوا نورو سیمو په څیر وړمه ورځ د پوليو کمپاين رسمي پرانسته د بازار ذخه خيل کښي خیبر رایفلز ځواک ۱۰۵ وینګ ميجر مظفر ، او د ۱۴۴ وینګ کپتان ذولباب او ايس ايم زاهد صاحب لخوا ترسره شوي.

د لنډیکوتل په لرې پرته سیمه بازار ذخه خيلو کښې د پولیو ضد کمپاین رسمي پرانسته

د امنیتي ځواک کرنیل نور الهي د پوليو کمپاين د برياليتوب لپاره له ټولو امکاناتو څخه د استفادې لارښوونه وکړه او همدا راز يې د پوليو ټيمونو ته بشپړه سیکوریټي ورکولو لپاره لارښوونه وکړه.
د پولیو کمپاین ،ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ په ضد د څاڅکو ورکولو رسمی پرانسته په مرحوم ملک نادرشاه کلي کښې وشوه، په دې موقع د ۱۴۴ وینګ میجر مظفر، کپتان ذلباب او صوبیدار میجر زاهد حسین یونین کونسل پولیو آفیسر لعل نظر اپریدې او یو نین کونسل میډیکل آفیسر شازیر رخمن ھم پہ دے موقع موجود وو.

په دې موقع نوموړي د پولیو د ټیمونو د ساتنې لپاره دوه QRF ګاړو ورکولو امر هم وکړو، دا خبره مهمه ده چې دا ګاړي به په ټوله سیمه کښې د پولیو کمپاین ټیمونو شااوخوا د امنیت ټینګ ساتلو لپاره ګځمې کوي.
……………………….

Leave a reply