د ملي دفاع سرپرست وزير ابوظبۍ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل.

0
104

د ملي دفاع سرپرست وزير ابوظبۍ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي سره وکتل.

6 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي سره کتلي.

 

خبرپاڼه زیاتوي: د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په ابوظبۍ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام ویست سره وکتل.

 

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي او همداراز د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد په ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي.

 

په اخير کې د ملي دفاع سرپرست وزير له ټام ويسټ وغوښتل چې نړۍ باید د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.

اړوند موضوعات

د دفاع وزارت سرپرست وزیر د اماراتو له مشر سره کتلي دي 

 

یاده دې وي چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت سرپرست په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته دوه ورځې وړاندې یو پلاوی تللی چې هلته یې د یاد هیواد له بیلابیلو مشرانو او میشتو افغانانو سره لیدنې ترسره کړي.
حماد

Leave a reply