د پاکستان فوځ نوي ټاکل شوي سرلښکر جنرال عاصم منير د خيبر ضلعې وادي تيراه دوره کړې ده

0
170

باغي ټي وي رپورټ

د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير د خيبر ضلعې تيراه دوره کړې ده. د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف تيره ورځ په پاک افغان پوله تعينات شوي فوځيانو سره وليدل۔ د آئي اېس پي آر له مخې د فوځ سرلښكر د پوځيانو د عملياتي تيارۍ او لوړ مورال ستائنه وكړه۔
د آئي اېس پي آر ترمخه د پوځ سرلښكر پوځيانو او افسرانو ته په خطاب كښې ووئيل چې د قبائيلي اولس او امنيتي ځواكونو د بې شمېره قربانيو په نتيجه كښې د هېواد حكومت قائم شوے۔ دپوځ سرلښکر وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه به تر هغه وخته پورې روانه وي چې دټولو خلکو په همکارۍ دايمي امن اؤ ثبات نۀ وي ترلاسه شوى، دوطن دفاع به په هر قيمت باوري کولى شي اؤ هيچا ته به ددغه هيواد لاسته راوړنې سبوتاژ کولو اجازه نۀ ورکول کيږي. د ترهګرۍ ضد جګړه به روانه وي، د سولې ګډوډولو ته به ځای نه وي
د دې نه علاوه د آرمي چيف جنرل عاصم منير د کور هيډکوارټر پيښور دوره هم اوکړه چرته چې هغه ته د آپريشنل، تربيت او په نورو چارو بريفنګ ورکړے شو۔ د آئي ايس پي آر له مخې آرمي چيف ته د ضم شوي ضلعو د سماجي او اقتصادي پرمختيائي منصوبو لپاره د ماحول محفوظ ساتلو په کوششونو هم بريفنګ ورکړے شو۔ آرمي چيف ته په رارسيدو د کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل حسن اظهر حيات هرکلے اوکړو.

Leave a reply