د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري د اسلام اباد شخصي ملکیت سیل کولو پس په حکومت نیوکه کړې ده.

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري د اسلام اباد شخصي ملکیت سیل کولو پس په حکومت نیوکه کړې ده. فواد چوهدري په سوشل ميډيا په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې د شهباز شريف د وينا په مهال د آزاد كشمير وزيراعظم په خپله كرښه ودرېد او د كشمير په اړه د پاكستان د ضعيف دريځ په ضد يې احتجاج ريكارډ كړو۔ د پي ټي ائي مشر وايي، له دې پېښې وروسته د سردار تنوير الياس موټر په منګله کې ودرول شو او نن يې په اسلام اباد کې کاروبار بند کړ.
نوموړي په یوه بل ټوېټ کې پر حکومت نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان په تاریخ کې داسې فاشیست او غیر جمهوري حکومت نه دی راغلی. فواد چوهدري زیاته کړه چې تاسو په دې هیواد کې پانګوالو ته څه پیغام ورکوئ؟ هغه اوویل چې ډوبیدونکې اقتصاد به د دې ډول کړنو سره نور هم ښکته شي، په هیواد کې باید دوی ډیموکراسي بحال کړي.





