متقي د آيي ایف آرسي ډایریکټر سره ملاقات وکړو

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي د یو نړیوال د بشري مرستو سازمان آی ایف آر سی د ایشیا ډایریکټر سره ملاقات کړې او د افغانستان اولس سره ی د ژمې پیل کیدو نه وړاندي د بشري مرستو رسولو ژمنه وکړه.
په دې موقع د نړيوال سازمام مشر د امارت اسلامی سره مشر سره دا ژمنه کړې چې افغان اولس سره به د یخنۍ پیل کیدو نه وړاندې مرستې وکړي چې د افغان اولس په ستونزو کښې کمۍ راشي .
د امارت اسلامی افغانستان مشر هم د نړیوال سازمان نماینده ستاینه وکړه چې د افغانستان اولس سره ی د مرستو کولو لپاره ژمنه وکړه او دوی ته ی ډاډ ورکړو چې د نړیوال سازمان اهلکارو ته به امنیت ورکولې شي چې دوی په افغانستان کښې بشري مرستې جاري وساتي.
یاد دې وی چې دې نه وړاندې هم متقي د ملګري ملتونو، د بیله بیلو هیوادونو او سازمانونو نمایندګانو سره ملاقاتونه کړي دي ، په دې ملاقاتونو کښې د افغان اولس ته راپیښې ستونزو باندې ټینګار شوې دې.
هم ددې ملاقاتونو وجه ده چن نن نړیوالو هیوادونو او سازمانو مخې ته راغلل او ژمنه ی څرګنده کړې چې دوی به افغان اولس سره پوره پوره بشري مرستې وکړي او په راروان وخت کښې به هم د بشري مرستي جاري وساتي
IEA Acting Foreign Minister Mawlawi Amir Khan Muttaqi met Alexander Matheou, Asia-Pacific Director of @ifrc & accompanying delegation this afternoon.
Mr. Matheou pledged to continue services & showed readiness to expand aid for the coming winter. pic.twitter.com/UpsyDNXoIh
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) September 29, 2021





