رئیس الوزرا: تر دې وروسته هېڅوک حق نلري چې د موټرو او یا بلې موخې لپاره د چا په کور کې تلاشي وکړي

رئیس الوزرا: تر دې وروسته هېڅوک حق نلري چې د موټرو او یا بلې موخې لپاره د چا په کور کې تلاشي وکړي
د افغانستان رئیس الوزرا د یو ځانګړي حکم په صادرولو سره ویلي چې تر دې وروسته په ټول افغانستان کې هېڅوک هم حق نلري د چا کور ته د موټرو او یا نورو دولتي اجناسو د کتلو په موخه د تلاشۍ لپاره داخل شي.
(2021 / 9 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان رئیس الوزرا د یو ځانګړي حکم په صادرولو سره ویلي چې تر دې وروسته په ټول افغانستان کې هېڅوک هم حق نلري د چا کور ته د موټرو او یا نورو دولتي اجناسو د کتلو په موخه د تلاشۍ لپاره داخل شي.
دغه حکم کې راغلي چې که تر نن وروسته څوک د چا کور ته په زور داخل شول ودې نیول شي او سزا دې ورکړل شي.
تر دې وړاندې د ا.ا.ا د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هم پخپلو څرګندونو کې ویلي ؤ چې څوک حق نلري چې د چا کور ته داخل شي، همدارنګه نوموړي په خپلو سرتېرو غږ کړی ؤ چې خلکو سره دې ښه رویه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر خلکو د طالبانو له خوا د کورنو دتلاشي کېدلو پر ضد شکایتونه وکړل.





