دکراچۍ پشمول د سندهه په ټوله صوبه کې دملیریا ماشۍ او ناروغي بې قابو شوې ده، دجنورۍ څخه تر دې مهاله 364000 څخه زيات کسان د ملیریا تبې ښکار شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
دکراچۍ پشمول د سندهه په ټوله صوبه کې دملیریا ماشۍ او ناروغي بې قابو شوې ده، دجنورۍ څخه تر دې مهاله 364000 څخه زيات کسان د ملیریا تبې ښکار شوي دي، په داسې حال کې چې د مړو په اړه د صحت محکمي او د صحت ډائريکټر جنرل په احصائيو کې واضح فرق دى.
په سندهـ کې د سېلابونو وروستو د ملاريا د مچيو راج دوام لري او تر دې دمه څه دپاسه درې لکه 64 زره کسان د ملاريا ښکار شوي دي.
د صحت محکمي ترمخه په متاثره کسانو کښي زنانه، ماشومان او بوډاګان هم شامل دي، په سیلاب ځپلو سیمو کښي د ملاریا ۴۱ زره کیسونه رپورټ شوي دي. سږ کال د ملاریا د 25 لاکه 34 زره نه زیاتو کسانو ټیسټونه کړي او تر ټولو زیاتې 51 زره 341 کیسونه په تخته ښار کې رپورټ شوي دي.
د صحت محکمه وايي، په لاڑکانہ کې ۵۰ زره ۲۰۵ کېسونه رپورټ شوي، د کراچۍ په ټولو ضلعو کې ۸ زره ۷۵۲ کېسونه رپورټ شوي، په سانګر ضلع کې لږ تر لږه ۲ زره ۵۲ کېسونه رپورټ شوي دي.
د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د ملاریا له امله ۲۳ تنه مړه شوي، په داسې حال کې چې د عامې روغتیا رییس ډاکټر جمین بهتوي وايي، یوازې دادو ولسوالۍ کې د ملاریا له امله ۳۰ تنه مړه شوي دي.
د صحت ډي جي جي وينا ده چې تر اوسه د مرګونو مکمل رپورټ نشته نو بلخوا په ژمي کښې د ملاريا او ډينګي کيسونو کښې د لا زياتيدو وېره ده۔






