امریکا کښې د زکام ناروغۍ له امله یو شمیر کسانو ژوند له لاسه ورکړې

0
142

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا په روغتونونو کې د زکام د ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، ۱۴ کسانو د فلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ناروغیو د کنټرول مرکز (CDC) وايي چې په متحده ایالاتو کې له لسو کلونو وروسته په روغتونونو کې د زکام ډیری پیښې لیدل کیږي.
د سي ډي سي مشر له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په روان ژمي کې د امريکا په روغتونونو کې د انفلونزا د ناروغانو شمېر په تېره يوه لسيزه کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې په امریکا کې د ژمي له وجې تر اوسه ۱۴ تنکي ځوانان مړه شوي دي، د امریکا په روغتونونو کې د تنفسي نورو ناروغیو د ناروغانو شمېر هم په پرله پسې ډول مخ په زیاتېدو دی.

Leave a reply