په طورخم پوله تجارتي هلې ځلې روانې دي

0
100

باغي ټي وي رپورټ
طورخم: په ۱۵ اګست کال ۲۰۲۱ چې کله د افغانستان اسلامی امارت د پایه تخت او د ننګرهار سره سره د طورخم پوله په خپل کنټرول کښې واخسته نو په هغه ورځ د طورخم بارډر د هرقسم په ټریفک لپاره وتړل شول خو هم په هغه ورځ د ماسپخین نه پس د طورخم پوله د تجارتي هلو ځلو لپاره پرانستل شوه.

د طورخم نه راغلي رپورټونو مطابق وس هلته تجارتي سرګرمۍ روانې دي ، پاکستان نه د تجارتي مالونو ډک ګاړي د افغانستان په لور روان دي او او د طورخم له لارې افغانستان ته داخلیږي او هم دغه شان د افغانستان نه د مالونو ډک ګاړي چې پکښې تازه سبزي او میوې شاملې دي پاکستان ته راداخلیږي.
د طورخم په پوله باندې یو تن وای چې پرون په ۱۸ اتلسم اګست د پاکستان نه د تجارتی مال نه ډک ۳۶۲ درې سوه او دوه شپیته ګاړي افغانستان ته داخل شوی او هم داسې د افغانستان نه د تجارتی مال نه ډک ۳۳۸ درې سوې او اته دیرش ټرکونو د طورخم له لارې پاکستان ته راداخل شوي.

Leave a reply