د ټول پاکستاني اولس په څیر د ایس ایس جي کومانډو اسرار محمد کورنۍ هم د هغه په زړورتیا فخر کوي: محمد صادق

0
198

نصیب شاه شینواري
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په پېښور کې د سپېشل سرويس ګروپ (SSG) له سرتېري اسرار محمد پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلې دې، نوموړي د اسرار چې په پایه تخت کابل کښې يې د پاکستان د سفیر عبيد نظامي ژوند وژغوره د هغه د زړورتيا ی ستاينه يې وکړه.

محمد صادق په ټویټر کې د SSG د کومانډو د عکسونو په خپرولو سره ویلي چې د SSG مجاهد اسرار محمد د 2022 کال د دسمبر په 2 مه نیټه په کابل کې د وژونکي برید په ترڅ کې د سفیر عبید نظامي ژوند په ډیره میړانه سره بچ کړو.
محمد صادق وايي، سره له دې چې اسرار په سینه او پښه مرمۍ اوخوړې خو د سفیر د ژغورولو لپاره یې د ډال په توګه کار وکړو، هغه وایی چې په خپله په مرمیو اولګیدو ،سفیر ی بچ کړو او ځوابي ډزې ی هم وکړې.

هغه وويل چې اسرار ښه دى، تېره ورځ يې لويه جراحي وشوه، له کورنۍ او ډاکټرانو سره يې وکتل، هغه وويل چې اسرار هيڅ شکايت نه کولو خو هغه کورنۍ ته تسلي ورکولو لپاره ویل چې دوی ښه دي.

محمد صادق زياته کړه، چې پر سفير له بريد دوه ورځې وړاندې يې له اسرار سره ليدلي او زمونږ په څیر د اسرار کورنۍ هم د هغه په زړورتيا او په میړانه توګه وظیفه کولو باندې فخر کوي.
د یادولو ده، چې درې ورځې وړاندې د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان پر والي د تګ په مهال برید شوې وو.

د پاکستان ایس ایس جي کومانډو چې کابل کښې بر سفیر د برید په ترڅ کښې ټپي شوې دې.

وروسته افغان چارواکو د دغه مشکوک کس د نيولو ادعا وکړه، چې د ډيپلوماټيکو سرچينو په وينا، شکمن کس د پاکستان سفارت ته څېرمه د يوې ودانۍ په اتم پوړ کې اوسېده او شکمن کس په درېيو خونو کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو.
وړمه ورځ د افغان ا.س. ل. ا. مي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا بیان خپور کړې وو چې دوی د پاکستان پر سفیر برید کوونکو نیولې دې.
دا خبره هم د یادونې ده چې افغان چارواکي برله پسې بیانونه خپره وي او ددې هوډ او ژمنې څرګندونه کوي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم بل هیواد په ضد و نه کارول شي.
ذبیح الله مجاهد په یو بیان کښې داسې هم ویلي وو چې د پاکستان پر سفیر برید کښې بهرني هیواد لاس دې.
…………………


………..

Leave a reply