هند کښې لږکیو سره د مودي سرکار ظلم او زیاتې دوام لري، مسلمانان د مودي د ظلم ډیر زیات ښکار دي

0
126

باغی ټي وي رپورټ
په هند کې د مودي د حکومت تر چتر لاندې پر لږکیو ظلم او جبر دوام لري او مسلمانان یې تر ټولو زیات قربانيان دي.

بله تازه پېښه د هند د اترپردېش ایالت په کانپور ښار کې رامنځ ته شوې، چې پکې یو ۱۷ کلن مسلمان سبزي پلورونکي د پولیسو د بې غورۍ له امله خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړي دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د ۱۷ کلن ارسلان کورنۍ وايي، ارسلان د هرې ورځې په څېر په سټال کې سبزي پلورل، چې پولیسو ورسره بد چلند وکړ او د اورګاډي پر کرښه یې ترازو وغورځاوه، چې په تېښته بریالی شو، خو سخت ټپي شو. د اورګاډي سره د ټکر وروسته ټپي شو او خپلې دواړه پښې یې له لاسه ورکړې.

Leave a reply