مولانا فضل الرحمان په عمران خان نیوکې کړي، وایی پي ټي آئي د ناکاميو پټولو لپاره د اسمبلۍ د ختمولو خبرې کوي

0
201

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډیموکریټک تحریک (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمان عمران خان باندې نیوکې کړي دي او ویلي یې دي چې له چا سره چې خبرې نه غواړو نو هغه له مونږ څخه د خبرو غوښتنه کوي.

مولانا فضل الرحمان وويل پي ټي ائي د ناکاميو پټولو لپاره د اسمبلۍ د منحل کولو خبره کوي، د دسمبر تاريخ معلوم کړئ، نن يو بل نيازي ته 16 دسمبر ياديږي.
پيښور کښې ميډيا سره خبرو کښې مولانا فضل الرحمان اوويل چې په دې کښې هيڅ شک نشته چې ملک دا مهال له لويو بحرانونو سره مخ دی، زمونږ د اقتصاد بحالول يو غټ چيلنج دی چې په تيرو څلور کالو کښې څنګه تباه شو.

هغه وويل نړيواله اداره دپاکستان داقتصادي کمزوري کولو په پاليسۍ روانه ده په داسې حال کې چې ائي ايم ايف دقسطونو په ورکړه کې نوي شرطونه ايښودلي دي خو مونږ يې په اشارو اؤ امرونو عمل کولو ته تيار نۀ يو.
ده ووئيل چې په دې وخت كښې خېبرپښتونخوا ديواله شوې ده، د اېم اېم اے د حكومت په مهال خېبرپښتونخوا 78 اربه قرضه وه، د اے اين پي حكومت نه پس 117 اربه او اوس د پي ټي آئي حكومت قرضه 1000 اربه ته رسېدلې ده۔

مولانا زياته کړه چې په صوبه کې ملازمينو ته دتنخواګانو ورکولو لپاره پيسې نشته، دسياستوالو دبدنامولو په بدل کې بايد عمران خان ددريوؤ کالو کارکردګي وښيي، هغه دخپلو ناکاميو پټولو لپاره داسمبلۍ دتحليلو خبره کوي.

Leave a reply