د آزاد کشمیر بلدیاتی ټاکنو د دویم پړاؤ پایلې، الیکشن کمیشن د پونچھ ډویژن نتیجې جاری کړی دی

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د آزاد کشمير بلدياتي انتخاباتو دويم پړاؤ کښې د پونچھ ډويژن د ټولو 702 يونين کونسلونو نه 696 نتائج جاري کړي دي.
د اليکشن کميشن ترمخه پونچھ ډويژن کښې تر ټولو زيات 234 آزاد اميدواران کامياب شوي، پاکستان تحريک انصاف 200 او مسلم ليګ نون 106 سيټونه ګټلي دي۔
د دې تر څنګ پاکستان پيپلز پارټي ۱۰۰ څوکۍ، جے يو آئی ف ۳ څوکۍ، مسلم کانفرنس ۲۴ څوکۍ، د جمو کشمير پيپلز پارټي ۱۵ څوکۍ، جماعت اسلامي ۷ او تحريک لبيک په ترتيب سره ۷ څوکۍ ګټلې دي.
ياده دې وي چې د پونچ ډويژن په څلورو ضلعو راولکوټ، باغ، پلندري او حويلي کې ټاکنې شوې وې.
د ووټ اچولو لپاره 1 زره 867 پولنګ سټېشنونه جوړ کړی شوي دي، پونچھ ډویژن کې 12 امیدواران بغیر د مقابلې منتخب شوي دي.






