اوس تمه کیږي چې سعودي عربستان د هند له وتلو وروسته د 2027 د هاکۍ نړیوال جام کوربه توب وکړي

0
143

باغي ټي وي رپورټ

د هند له وتلو وروسته د ۲۰۲۷ کال د اسیا د فوټبال جام د کوربه توب امکان زیات شو. د راپورونو له مخې، هند او سعودي عربستان د ۲۰۲۷ کال د اسیا فوټبال جام کوربه توب ته داوطلبۍ ورکړې وې او د اسیا فوټبال کنفدراسیون هم د اکتوبر په میاشت کې دواړه هېوادونه شارټ لېست کړي وو. په راپورونو کې ویل شوي، چې اوس هند د کوربه توب غوښتنه رد کړې او لامل یې نه دی په ډاګه شوی، د اسیا فوټبال کنفدراسیون هم په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده. اوس تمه کیږي چې سعودي عربستان د هند له وتلو وروسته د 2027 جام کوربه توب وکړي..
په دې اړه وروستی اعلان به د راتلونکي کال په فبرورۍ کې د اسیا د فوټبال کنفدراسیون تر غونډې وروسته وشي. سعودي عربستان درې ځله د اسیا اتلولي خپله کړې او دا به لومړی ځل وي چې سعودي عربستان به په ۲۰۲۷ کال کې د فوټبال د سترې سیالۍ کوربه وي. د یادولو وړ ده چې چین د ۲۰۲۳ کال د اسیا جام د کوربه توب د کرونا ویروس له امله په شا شو او اوس به د اسیا جام راتلونکی کال په قطر کې ترسره شي او قطر به د خپل اتلولۍ دفاع وکړي. باید وویل شي، چې په قطر کې په روان نړیوال جام کې سعودي عربستان ارجنټاین ته په ماتې ورکولو سره د فوټبال په نړۍ کې یو ګواښ رامنځ ته کړ.

Leave a reply