وزیر اعظم شهباز شریف ویلی دي چې پرمختګ په عملي کار سره شی نه چې په احتجاجونه کیږي
باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د پخواني وزيراعظم عمران خان د نوم اخستو بغير وئيلي دي چې وداني او ترقي په عمل سره کيږي نه په دھرنوں سره، په ژړا کولو، فاتحه خواني کولو او تماشې جوړولو سره څه نه ترلاسه کيږي. وزيراعظم شهباز شريف د منګلا پاور پلانټ نمبر 5 او 6 د مکمليدو پرانسته اوکړه، په دې موقع خاص مرستيال طارق فاطمي، د آزاد کشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس، د واپډا چيئرمېن، د امريکې سفير ډونلډ بلوم او د يو ايس اي ډي مشن ډائريکټر هم موجود وو۔ د پرانستې دستورې ته په خپله وينا كښې وزيراعظم ووئيل تعمير او پرمختګ د عمل له لارې كېږي نه په دھرنو كولو، په ژړا كولو، فاتحو لوستلو او تماشې جوړولو سره څه حاصل نه شي۔
هغه وويل، که بندونه مخکې جوړ شوي واى، نن به ارزانه برېښنا موجوده وه، که د اوبو برېښنا، لمريزې انرژۍ او بادي برېښنا ته پام شوى واى، نن به زموږ د تېلو بيه ٢٧ ميليارده ډالره نه وه، هغه په دې اړه ډېر څه وويل. د یو ملیارد ډالرو بانډ، موږ لا دمخه تادیه کړې ده