ميرپور کښې د دستورې په مهال د وزيراعظم شهباز شريف او د آزاد کشمير وزيراعظم تنوير الياس ترمينځه په یو څه موضوع تودې خبر ې شوي

باغي ټي وي رپورټ
۔ په میرپور آزاد کشمیر کې د منګلا یونټ 5 او 6 د ترمیم په مراسمو کې د شهباز شریف د وینا پر مهال تنویرالیاس د خبرو کولو هڅه وکړه. د وزیراعظم شهباز شریف د اختتامي کلماتو په مهال د آزاد کشمیر وزیراعظم یو څه ویل شروع کړل، چې په دې اړه شهباز شریف په غوسه شو او په وار وار یې وویل چې وزیراعظم صیب تاسو کېني او تاسو سره به خبرې وکړو
ورسته بيړني خبري غونډي ته دوينا په مهال تنوير الياس اوويل چي واپډا د آزاد کشمير وزيراعظم ته د غونډي نه خبر ورکړو او نه ئي ورته د ګډون بلنه ورکړي وه د واپډا چارواکو هم مونږ د وزيراعظم شهباز شريف هرکلي نه منع کړو.
، وزیراعظم شهباز شریف هم ماته په تقریب کښې د وینا موقع نه ده راکړې.
تنویر الیاس اوویل چې د آزاد کشمیر ډی آئی جی او کمشنر هم د پیژندګلوۍ نه انکار کړې شوی دې، وزیراعظم شهباز شریف هم ماته په تقریب کښې د وینا موقع نه ده راکړې، دوی اوویل چې د وزیر اعظم رویه د چوهدري او جاګیردار وه، هغوی زیاته کړه چې دا د آزاد کشمیر د خلکو سپکاوې دې.






