د پټروليم د چارو وزير مصدق ملک وايي، روسيه به مونږ ته په ارزانه بيه پټرول، ډيزل او خام تېل راکوي

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د پټروليم د چارو وزير مصدق ملک وايي، روسيه به مونږ ته په ارزانه بيه پټرول، ډيزل او خام تېل راکوي.
په اسلام اباد کې دخبرو په مهال مصدق ملک وويل زه غواړم خلکو ته مبارکي ورکړم چې روس ته سفر کامياب و، روس ته سفر زمونږ له هيلو څخه زيات بريالى و.
ده ووئيل روس سره د خامو تېلو، پټرول او ډيزل په اړه معاهدې شوې دي، روس به مونږ ته خام تېل په ارزانه بيه راكوي، روس به هم پاكستان ته په ارزانه بيه پټرول او ډيزل وركوي.
د دولت وزیر زیاته کړه، تېر کال نړۍ د زرغون انرژۍ په لور روانه شوه، نړۍ په داسې حالاتو کې د LNG لویه برخه وپېرله، روسیه لا تر اوسه LNG نه لري، خو د روسیې له خصوصي کمپنیو سره د LNG لپاره خبرې روانې دي. د روسیې د دولتي ملکیت LNG پلانټونو سره هم پیل شو.
مصدق ملک وويل، چې له روسيې سره د پايپ لاين په اړه هم خبرې شوي، د روسيې حکومت د LNG نوي پلانټونه جوړوي او د نوي روسي پلانټونو سره به د LNG نوي تړونونه لاسليک شي.
ده ووئيل چې د وزيراعظم امر دا دے چې هېواد دې د كرنې په برخه كښې په ځان كافي وي، د كارخانو له چمنونو څخه دې هر وخت لوګي خارج شي، د كار زمينه دې برابره شي، د هېواد اقتصاد به 7 فيصده وده وكړي۔






