د ایران دولتي تلویزیون له حکومت له لوري د اخلاقو د پلي کولو ځواک ختمولو خبره رد کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ایران دولتي تلویزیون د اخلاقو د پلي کولو ځواک منحل کول رد کړل.
پرون په رسنیو کې د ایران د لوی څارنوال جعفر منتظري د څرګندونو په اړه خبرونه خپاره شول چې په ایران کې د مظاهرو له سختې څپې وروسته د اخلاقو د پلي کولو ځواک لغوه شوی دی.
د عربی رسنیو د راپور له مخې د ایران رسمی رسنیو د ګشت ارشاد د اخلاقی ځواک د منحلولو خبر رد کړی دی.
د ایران دولتي ټلویزیون وايي، د ایران د حکومت له خوا د ګزمې د منحلولو په اړه کوم رسمي تایید نه دی شوی، د دغو راپورونو اصلي لامل د لوی څارنوال څرګندونې دي، په داسې حال کې چې د قضايي قوې د اخلاقو د پلي کولو په اړه څه نه دي ویل شوي.
ایراني ټلویزیون ویلي، ځینو بهرنیو رسنیو هم د حجاب په اړه د حکم په اړه د ایران د لوی څارنوال پر څرګندونو نیوکه کړې ده.
د یادولو وړ ده چې په ایران کې داخلاقياتو پولیس “ګشت ارشاد” د پخواني ولسمشر احمدي نژاد لخوا تاسیس شوی.
په ايران کې له دوو مياشتو راهيسې د پوليسو په توقيف کې د حجاب پر سر د يوې نجلۍ ماهسا اميني د وژل کېدو پر ضد لاريونونه روان دي، چې تر اوسه په کې سلګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور نيول شوي دي.
دا خبره د یادونې ده چې تیره ورځ داسې خبر خپر شوې وو چې ایران کې د پولیسو هغه ځواک چې اخلاق نافذوي لغوه شوي دي.
د بهرنۍ خبري ادارې له مخې د ایران لوی څارنوال محمد جعفر منتظري وايي، اخلاقي پولیس له قضا سره هېڅ تړاو نه لري او د ګزمې ارشاد لغوه شوی دی.
د یادولو وړ ده چې په ایران کې اخلاقي پولیس “ګشت ارشاد” د پخواني ولسمشر احمدي نژاد لخوا تاسیس شوی.






