پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي یو ځل بیا د نیب ختمولو غوښتنه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي یو ځل بیا د نیب ختمولو غوښتنه کړې ده.
د اسلام اباد د احتساب عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو کې شاهد خاقان عباسي وويل د احتساب نومي عمل روان دی او دا عمل يواځې د سياستوالو د بدنامولو دپاره دی.
ده ووئيل ما څو ځله وئيلي دي چې د هېواد بقا لپاره دې د نېب اداره ختمه كړې شي، زه څو كاله دلته راغلم او 70 ځله عدالت ته وړاندې شوې یم ۔