د پي ډي ایم ویاند حافظ حمدالله وايي، د تحریک انصاف د مشر عمران خان او د پوځ د پخواني مشر جنرال ریټایرډ قمر جاوید باجوه تېروتنو پاکستان ته ډیر زیات زیان رسولی دی.

0
146

اغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډیموکریټک غورځنګ (پي ډي ایم) ویاند حافظ حمدالله وايي، د تحریک انصاف د مشر عمران خان او د پوځ د پخواني مشر جنرال ریټایرډ قمر جاوید باجوه تېروتنو پاکستان ته ډیر زیات زیان رسولی دی.

خپل بيان کښې حافظ حمدالله وئيلي دي چې دا د عمران خان غلطي وه چې ليفټننټ جنرل قمر جاويد باجوه په حکومت کښې وو او د جنرل باجوه د عهدې تمديد د عمران خان غلطي وه، ددوي دواړو غلطيو پاکستان ته نه جبرانېدونکي زيانونه رسولي دي۔
نوموړي د پاکستان تحریک انصاف په مشر عمران خان نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې نن تاسو بې له کوم شرم او حیا خپل محسن د دوه ګوني لوبې تور لګوئ.

حافظ حمدالله د پنجاب د اعلی وزیر چوهدري پرویز الهي او د هغه د زوی منیس الهي په وروستیو څرګندونو تبصره وکړه او ویې ویل چې د جنرال باجوه په قضیه کې پلار، زوی او عمران خان په یوه پاڼه نه دي، ټرایکا باید روښانه کړي چې حقیقت څه دی او څه دي.
د پي ټي ایم ویاند ویلي چې پلار او زوی دې روښانه کړي چې د جنرال (ر) باجوه په قضیه کې له عمران خان سره دي که له باجوه سره. بلخوا چوهدري پروېز الهي د وېکټ دواړو غاړو ته د لوبې کولو ماهر دی.

Leave a reply