افغانستان د ا.س.ل.ا.م.ي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې، چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید شکمن کس نیول شوی دی.

0
104

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې، چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید شکمن کس نیول شوی دی.

ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان پر سفارت د برید په تور نیول شوی بهرنی وګړی د داعش غړی دی، د پاکستان پر سفارت د برید تر شا د بهرنیانو لاس دی.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند وايي، د پاکستان پر سفارت د برید موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ رامنځته کول وو.
ياده دې وي، چې درې ورځې وړاندې په کابل کې د پاکستان پر والي د تګ پر مهال بريد شوى و، چې د پاکستان والي په کې خوندي پاتې شوى و، خو ساتونکى يې ټپي شوى و.

تر دې وړاندې د تورن د نيولو خبر د ډيپلوماټيکو سرچينو له لوري خپور شوى و، چې په کې ويل شوي وو، چې تورن د پاکستان سفارت ته څېرمه د ودانۍ په اتم پوړ کې اوسېده او تورن د خپل پوړ په درېيو خونو کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو.
دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، کله چې افغان امنیتي چارواکي ور ورسېدل، تورن کس هڅه وکړه چې د رسۍ په مرسته ټوپ ووهي، خو ونیول شو.

Leave a reply