د پنجاب وزیراعلی پروېز الهي د بیان په اړه د پوښتنې په ځواب کې پخواني وزیراعللی عثمان بزدار څه ویلي دي؟

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب پخواني وزيراعلي عثمان بزدار د وزيراعلي چوهدري پرويز الهي په بيان د تبصرې کولو نه ډډه کړې ده.
د لاهور په احتساب عدالت کې د پنجاب پخواني وزيراعلي عثمان خلاف د شرابو لائسنس کيس کې د عبوري ضمانت اورېدنه وشوه چې پکې عثمان بزدار عدالت ته حاضر شو.
د اورېدنې په مهال قاضي له استغاثې څخه وغوښتل چې عدالت ته خبر ورکړي چې د عثمان بزدار د نيولو اړتيا ده او که نه؟
د تحقيقاتي افسر په ځواب کې عدالت وويل چې بيا به په عبوري ضمانت کې تاريخونه جاري کړو، واضحه هداياتو سره راغلو چې نيب دې په دې مقدمه کې ګرفتار کړي که نه.
وروسته عدالت د عثمان بزدار عبوري ضمانت د دسمبر تر 19مې نیټې پورې وغځوله.
د اوريدنې وروستو په عدالت کې خبريالانو عثمان بزدار څخه پوښتنې وکړې چې پکې د پنجاب د وزيراعلي پرويز الاهي د بيان په اړه پوښتنې شوي چې پخواني وزيراعلي د ځواب ورکولو نه ډډه وکړه.
خبريال پوښتنه وکړه چې پرويز الاهي وايي عثمان بزدار څلور کاله ضايع کړل او څه يې ونه کړل؟ په دې اړه پخواني وزيراعلي وويل چې دوی نه غواړي چې په عدالت کې دننه سياسي بيان ورکړي.






