ا سد عمر عدالتونو اسکينډلایز کړي، لاهور هایی کورټ د پي ټي آئي مشر د ويډيو او ټرانسکريپټ سره عدالت ته را غوښتې دې

0
107

لاهور هایی کورټ
د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بينچ د پي ټي آئي احتجاجي دھرنے کيس کښې اسد عمر په ذاتي توګه را طلب کړی دی.

د لاهور هائي کورټ راولپنډۍ بنچ جسټس جواد حسن د پي ټي آئي د احتجاجي دھرنو په ضد د درخواستونو اورېدنه وکړه چې پکښې سي پي او، کمشنر، ډپټي کمشنر راولپنډۍ او د پي ټي آئي لخوا وکيل فيصل چوهدري عدالت ته حاضر شول.
د اورېدنې په مهال جسټس جواد حسن ريمارکس ورکړو چې اسد عمر د نومبر په ۲۶مه غونډه کې عدالتونه او ججان په نښه کړل، اول به ګورو چې د ۲۶ نومبر په غونډه کې د اسد عمر وينا وه، هغه د عدالتونو سپکاوی کړی او د عدليې سپکاوی يې کړی دی. .

عدالت وويل دلاهور هايکورټ راولپنډۍ بينچ ايډيشنل رجسټرار داسد عمر په پته ځواب غوښتى دى اؤ وئيلي يې دي چې داساسي قانون د١٤مې مادې له مخې هيڅ اداره اؤ شخصيت متنازع نۀ شي جوړولى، عدالت دقانون دڅلورمې مادې لاندې سزا ورکولو اختيار لري.
عدالت اسد عمر د شورو په ورځ د دسمبر په اوومه په شخصي توګه احضار کړ او د هغه د بیان ویډیو او نقل یې هم طلب کړ.

عدالت د اسد عمر وکيل ته امر کړی چې خپل موکل دې راتلونکې اورېدنې ته راولي او د مقدمې اورېدنه يې تر ۷ دسمبر پورې وځنډوله.

Leave a reply