پخواني وزیر اعظم او د مسلم ليګ ن مشر نواز شريف خپل وطن ته د راستنيدو اشاره کړی
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) معتبرو سرچينو ويلي، چې تر راتلونکو ټاکنو مخکې د دغه ګوند د مشر ميا نواز شريف هېواد ته د ستنېدو پروګرام له مخکې ټاکل شوى دى.
د نوي پرمختګ په توګه، نواز شریف ګوند ته لارښوونه کړې چې که د تحریک انصاف مشر عمران خان د پنجاب او خیبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کړي، نو د اساسي قانون له مخې دې په ۹۰ ورځو کې دننه نوي انتخابات وشي او دغه صوبايي انتخابات به هم کوي.
دسرچينو له مخې نوازشريف په دغه صورتحال کې هرکله هيواد ته ستنيدلى شي، نوازشريف په دې لړ کې دخپلو وکيلانو سره مشورې هم بشپړې کړي دي.
د دوی د محکومیتونو د بیاکتنې غوښتنه به د دوی له رسیدو سمدستي وروسته په محکمو کې تعقیب شي.
د شریف کورنۍ ته د نږدې سرچینو په وینا، په لوړه کچه پرېکړه شوې چې نواز شریف به نور له کورني سیاست څخه ځان لرې نه ساتي او په راتلونکو ټاکنو کې به د خپل ګوند او پلویانو مستقیمه رهبري کوي.
د دغو سرچينو په وينا، د ميا نواز شريف د ټول عمر د نااهلۍ قضيه اوس کمزورې شوې او د سترې محکمې له خوا د فيصل واوډا د ټول عمر د نااهلۍ ختمولو فيصله د مسلم ليګ ن مشر قومي سياست ته د ستنېدو په لار کې خنډونه لرې کړي دي.
داسې راپورونه هم شته چې د ميا نواز شريف وطن ته د ستنېدو په صورت کې به مريم نواز په عارضي توګه په لندن کې پاتې شي.