د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو کښې نن د پولیو پنځه ورځنی ځانګړې کمپاین پیل کیږي

0
80

باغی ټي وي رپورټ

د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو کې به سبا د پولیو پنځه ورځنی ځانګړی کمپاین د نن ۵ م دسمبر څخه پیل کیږي.
د خېبرپښتونخوا د صحت محکمي ترمخه د پوليو ضد کمپاين به د صوبې په نهو ضلعو کښي په ديره اسماعيل خان، ټانک، سوات، باجوړ او مهمند کښي ترسره کيږي۔ د پولیو ضد ځانګړی کمپاین به د دسمبر له ۵مې نیټې نه تر ۹مې نیټې دوام وکړي.
د کمپاين په ترڅ کې به له ۱۳ لکو څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو واکسين او څاڅکي ورکړل شي، د پوليو ټيمونه به کور په کور ګرځي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به د پوليو څاڅکي ورکوي. د خېبرپښتونخوا د صحت محکمي له والدينو غوښتنه کړې چې د پوليو د څاڅکو په ورکولو سره دې خپل ماشومان د عمري معذورۍ نه بچ کولو لپاره د پوليو ورکرانو سره پوره همکاري وکړي او د پاکستان نه د پوليو وائرس ختمول اوله ترجيح ده.

Leave a reply