پیښور کښې ځایی اولس او سوداګر غیرمحفوظ شوی، په ګن پواینټ د اولس لوټ کول زیات شوي دي

0
175

باغی ټي وي رپورټ
ه پيښور کې د تيرې يوې مياشتې راهسې د ټوپک په زور د ښاريانو د لوټلو په پيښو کې زياتوالی راغلی دی . په ګلبهار کې درېيو وسله والو غلو له يوه ښاروال څخه ١٢٥ موټرسايکلونه، ګرځنده ټېلېفونونه او نغدې پيسې غلا کړي او تورنو کسانو له قصه خواني بازار څخه د يوه ښاروال موبايل غلا کړى دى.
د مشرق نیوز خبریال داود د راپور مطابق مدعي عبدالحسیب سکنه ډیفنس کالونۍ ګلبهار پولیسو ته رپورټ درج کړی او ویلي یې دي چې نوموړی په ۱۲۵ موټر سایکل کې د حاجي کمپ څخه سامان راوړو چې په دوه موټر سایکل سپاره ۳ وسله والو د ارباب سکندر حیات پر موټر ډزې وکړې. په فلای اوور کې ۱۲۵ موټرسایکل، یو لک افغانۍ نغدې پیسې او موبایل ټیلیفونونه له ځانه سره وړي او د هشتنګري پر لور وتښتیدل.
نامعلومو وسله وال په خپل موټر سایکل ناست وو او و تښتیدل. پيښور ښار کښي هره ورځ د غلا پيښي رامخي ته کيږي۔ خلکو په خپل کوڅو او ښار کې د ناامنۍ له وجهې ډیر اندیښمن شوي دي.
……………………….

Leave a reply