د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري وایی چې په هیواد کې د وخت نه مخکې ټاکنو ته هیڅ ضرورت نشته، په دې حکومت کښې د ټول هیواد نمایندګي ده

0
166

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري ویلي دي چې په هیواد کې د وخت نه مخکې ټاکنو ته اړتیا نشته.

بهرنۍ ميډيا سره په مرکه کې هغه وويل دعمران خان د وخت نه مخکې انتخاباتو غوښتنه سياسي ايجنډا ده.

بلاول بهټو زياته کړه چې د جمهوريت بقا او د پارليمان د بالادستي لپاره پکار ده چې موجوده اسمبلۍ خپله موده پوره کړي.

ده ووئيل د پاكستان موجوده اېتلافي حكومت د ټول هېواد نماينده ګۍ لري، ټول ايتلافي ګوندونه د ستونزو د هواري لپاره په ګډه كار كوي.

نوموړي ویلي، د تېر حکومت د ړنګېدو په اړه پر امریکا لګول شوي تورونه هېڅ حقیقت نه لري.

بلاول بهټو وويل په امريکا دعمران خان تورونه يواځې دسياسي مقصدونو لپاره دي، عمران خان هڅه کوي چې په نوي سياسي فورمول کې برخه واخلي.

Leave a reply