پخوانۍ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وایی چې د پی ډي آیم حکومت به خپل وخت پوره کوي، که دوی شمیرې لری نوی عدم اعتماد دې رواړي

0
169

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې پي ډي ايم د عدم اعتماد تحريک له لارې حکومت ته راغلې ې، هغه اوویل چې که چرې دوي سره شميرې وي نو عدم اعتماد دې راوړې،هغه اوویل چې د پي ډي ایم حکومت به خپل وخت پوره کوي.

د جيو نيوز پروګرام “جرګې” کې د خبرو پر مهال شاهد خاقان عباسي وويل، د عمران خان په قول او عمل کې تضاد دی، هغه ته شرم پکار دی، که يې کولای شوای، نو له چوکۍ به يې وتلی وای.
هغه وويل چې ما د نيب له مشر سره وعده کړې ده چې په غېږ کې به لاسونه واچوم، که د چا سره ظلم کېږي نو حکومت به يې مسوول وي، که زموږ په حکومت کې بې انصافي کېږي، هغه دې حل شي، دا کار دی. نیب دې دوسیه ختمه کړي.

شاهد خاقان عباسي وويل دا د نيب چيئرمېن اخلاقي ذمه واري ده چې د هر چا د کيسونو بيا کتنه وکړي.
شاهد خاقان عباسي ویلي، تاریخ به له دغو خلکو ځواب وغواړي، نواز شریف د ټول عمر لپاره نااهله اعلان کړ او له سیاسته یې لرې کړ.

هغه پوښتنه وکړه چې نن ورځ هېواد ثبات ته اړتیا لري، ایا زر ټاکنې د پاکستان د ستونزو حل دی؟

Leave a reply