پخواي وزیراعظم یوسف رضا کیلاني وایی چې که عمران خان خبرې کول غواړي نو غير مشروطه کېني ترڅو لاره هواره شي
باغي ټي وي رپورټ
د پیپلز پارټۍ مشر او پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني وايي عمران خان غلط فهمي لري چې که انتخابات وشي نو دوه پر درې برخه اکثریت به ترلاسه کړي.
لودھرا کې ميډيا سره خبرو کې پخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل کله چې عمران خان زمونږ دانتخاباتو دترسره کولو غوښتنه نۀ ده منلې نو مونږ به څنګه راضي کيږو، که عمران خان خبرې کول غواړي نو غير مشروطه کېني ترڅو لاره هواره شي. د اسمبلۍ د ماتولو خطر به نه اخلي، پوهېږي چې د اسمبلۍ د ماتولو په صورت کې به یوازې په دوو ولایتونو کې انتخابات وشي..
نوموړي د نوم له اخېستلو پرته پر پروېز الهي نيوکه وکړه او ويې ويل چې وزيراعلي چې ايف آئي آر درج نه کړي نو هغه به اسمبلۍ منحل کړي؟ د عمران خان د درواغو پر بنسټ هغه داستان افشا شوی دی، کله چې د ده وار دی، دوی وايي چې ژر تر ژره ټاکنې وشي، تر څو د ده یوه خبره هم له یاده ونه باسي. يوسف رضا گيلاني وويل عمران خان ته دا غلط فهمي ده چې که ټولټاکنې وشي نو هغه به دوه پر درې برخه اکثريت ترلاسه کړي، زمونږ ائتلافي گوند په خپلو سيمو کې ډير نفوذ لري اؤ راتلونکي کې به ائتلافي حکومت جوړوي.