پنجاب کښې پاکستان مسلم لیګ غړې په پي ټي آیی ګوند کښې شامل شوې

0
163

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ ن مشر او د پنجاب د وزیر اعلی پخوانی سلاکار وسیم احمد خان په تحریک انصاف کې شامل شو. وسيم احمد خان د پي ټي آئي مرکزي نائب صدر سينيټر اعجاز احمد چوهدري سره ليدنه کې په تحريک انصاف کې د شامليدو اعلان وکړو. سينيټر اعجاز احمد چوهدري وسيم احمد خان ته مفلر اغوستلو سره پارټۍ کښې شامل کړے دے۔
په دي موقع سينيټر اعجاز چوهدري وئيلي دي چي پي ټي آئي د ملک تر ټولو مشهور پارټي او د عوامو ريښتني نمائنده ده او پي ډي ایم پاکستان د تباهۍ کندي ته رسولي دي۔
د پي ټي آئي سينيټر وويل که چرې دغه کسان د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو خواهش پوره کړي نو پي ډي ايم به په ټولو محاذونو سخته ماتې وخوري.

Leave a reply