سکاټلینډ یارډ تایید کړې چې په لندن کې د مسلم لیګ (ن) د مشر نواز شریف، مریم نواز او ناصر بټ د وژلو د سازش د تورونو په اړه به تحقیقات نه کوي

.
باغي ټي وي رپورټ
سکاټلینډ یارډ تایید کړې چې په لندن کې د مسلم لیګ (ن) د مشر نواز شریف، مریم نواز او ناصر بټ د وژلو د سازش د تورونو په اړه به تحقیقات نه کوي. سکاټلنډ یارډ وايي، ټول شکایتونه څېړل کېږي، خو نه یې څوک نیول شوي او نه هم پلټنې پیل شوې دي. کله چې جیو نیوز سره اړیکه ونیوله، د سکاټلینډ یارډ د ځانګړو عملیاتو کمانډنټ وویل چې د نومبر په میاشت کې په پاکستان، کینیا کې د وژنې د سازش په اړه یو شمیر شکایتونه ترلاسه شوي. دپوليسو دسرچينو له مخې په شکايت کې په نوازشريف اؤ مريم نواز تورونه لگول شوي وؤ خو پوليسو ددغه شکايت دڅيړنې وروستو هيڅ ګام نۀ دى اخستى.
سرچينې وايي چې د نومبر په ١١مه د وژنې د سازش په اړه يو ځل بيا شکايت درج شوى و، چې تسنيم حيدر بيا د وکيل له لارې د نومبر په ١٨مه، د وژنې د سازش اړوند ثبوتونه پوليسو ته ورکړي وو. د مسلم ليګ (ن) وياندې تسنيم حيدر د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د عمران خان او ارشد شريف د وژلو په سازش تورن کړ. تسنيم حيدر او د هغې وکيل مهتاب عزيز دعوه کړې وه چې پوليسو ددوي په شکايت پلټنې پيل کړي دي، تسنيم حيدر دا هم دعوه کړې وه چې مهتاب عزيز پوليس ته مهم ثبوتونه سپارلي دي. خو سرچينې وايي، سره له دې چې د وژنې د توطيې له شکايت نږدې يوه مياشت تېرېږي، خو د شواهدو د نشتوالي له امله د پوليسو پلټنې نه دي پيل شوې.
تسنیم حیدر دا هم ادعا کړې وه چې پولیس به ناصر بټ په ۲۴ نه تر ۳۶ ساعتونو کې ونیسي. د نسیم حیدر له تورونو وروسته پولیسو د ناصر بټ په کور کې الارمونه او امنیتي کیمرې لګولې دي. تسنیم حیدر دا تور هم لګولی وو چې نواز شریف او مریم نواز د نیول کېدو نه د بچ کېدو لپاره برتانیې ته تللي وو خو نواز شریف او د هغه د کورنۍ غړي د اروپا د ۱۲ ورځني سفر نه وروسته له ټاکل شوي مهالوېش سره سم لندن ته راستانه شوي دي. سرچينې وايي، پوليس د هر شکايت په اړه د کرائم ريفرنس نمبر جاري کوي، خو يوازې د باوري شکايتونو په اړه اقدام کېږي.
ناصر بټ او د مسلم ليګ نون نورو مشرانو د تسنيم حيدر په ضد د غلطو تورونو لګولو په ضد پوليس ته شکايتونه کړي وو ولي د تسنيم حيدر وکيل مهتاب عزيز د جيو نيوز سره رابطه نه ده کړې۔






