له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوې

د دغه شرکت له خوا د وږي په ١٣مه، رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د ٢٢٠ کيلو ولټ برېښنا مزي کې د تخنيکي ستونزې له امله د کابل او ١١ نورو ولايتونو برېښنا پرې شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، تخنیکي ټیمونه د برېښنا د بېرته فعالولو لپاره کار کوي. شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د ازبکستان د وارداتي برېښنا سرکټ کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوه او د کابل او نورو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا د لګښت له لوړوالي سره مخ شول.
(2022 / 12 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له ازبکستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا پرې شوې. د برېښنا شرکت مسوولین وايي، له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا مزي د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوي دي.
د دغه شرکت له خوا د وږي په ١٣مه، رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د ٢٢٠ کيلو ولټ برېښنا مزي کې د تخنيکي ستونزې له امله د کابل او ١١ نورو ولايتونو برېښنا پرې شوې ده.
اړوند موضوعات:
د ازبکستان د ګازو په ماشین کې تخنیکي ستونزې د کابل د برېښنا د پرې کېدو لامل شوې