رویټرز: د طالبانو تر راتګ مخکې د ا. بانک ډالري ذخایر کم شوي وو

رویټرز: د طالبانو تر راتګ مخکې د ا. بانک ډالري ذخایر کم شوي وو

رویټرز د نړیوال بانک او د افغانستان بانک د نورو ډونرانو یوه راپور ته لاسرسی پیدا کړی، چې ښيي واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې د افغانستان بانک ډالري ذخایر کم شوي او یوه اندازه پیسې یې لادرکه شوې هم دي.

 

(2021 / 9 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

واک ته د طا لبانو تر رسېدو مخکې د افغانستان بانک ډالري ذخایر کم شوي وو.

رویټرز د نړیوال بانک او د افغانستان بانک د نورو ډونرانو یوه راپور ته لاسرسی پیدا کړی، چې ښيي واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې د افغانستان بانک ډالري ذخایر کم شوي او یوه اندازه پیسې یې لادرکه شوې هم دي.

سرچینه وایي چې یاد بانک د طالبانو تر راتګ مخکې شاوخوا یو میلیارد ډالر د اسعارو د تبادلې لپاره بازار ته وړاندې کړي او همدا راز یې د دغه بانک ولایتي څانګو ته هم د معمول پر خلاف میلیونونه ډالر لېږلي دي.

سرچینه وایي چې ولایتي څانګو ته پخوا تر شل میلیونه ډالرو پورې لېږل کېدل چې دا ځل تر ۲۰۲ میلیونو ډالرو پورې لېږل شوي دي.

رویټرز وایي چې په افغانستان کې د اوسني اقتصادي وضعیت او پیسو د نشتوالي عمده لامل د مرکزي بانک یادې کړنې، ناسم مدیریت او له دې بانک د پیسو ورکېدل دي.

تر دې وړاندې بیا د ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي وو چې د افغانستان له بانکونو د دوی تر راتګ مخکې میلیونونه ډالر ایستل شوي دي او دا ددې لامل شوی چې اوسنی بد اقتصادي وضعیت رامنځ ته شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载