د پاک_افغان پوله تورخم صفري نقطه کې د لارۍ چپه کیدو پیښه ۵ تنه ټپیان او یو شهید شوی.

د پاک_افغان پوله تورخم صفري نقطه کې د لارۍ چپه کیدو پیښه ۵ تنه ټپیان او یو شهید شوی.
4 دسمبر 2022
د ننګرهار ولایت له مقام څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت اړوند تورخم سیمه کې د یوې لارۍ د چپه کیدو له امله ۵ تنه ټپیان شوي او یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.
خبرزیاتوي: دننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې نن ماسپښين شاوخوا يوه نيمه بجه، يوه لارۍ موټر له خپل مسیر څخه د اوښتو او چپه کېدو په پېښه کې يو ملکي وګړی شهيد او پنځه ټپيان شوي دي، چې ټپيان له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.
له پېښې وروسته په دغه پوله د مسافرينو تګ راتګ د لنډې مودې لپاره درول شوی و چې اوس حالت عادی شوی دی.
اړوند موضوعات
پاک افغان پوله تورخم زیر پواینټ باندې ترافیکي پیښه شوې,۸ افغان مسافر ټپیان شوي
بل طرفته د یادې پیښې پخلی د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري نور محمد حنیف هم کړی او هغه ویلي چې نن یوه نیمه بجه د تورخم په صفري نقطه کې د مسافرینو په تم ځای کې یوه بار وړونکې لارې چپه شوې چې له امله یې یو تن مړ شوی او ۵ نور ټپيان شوي دي.






