ایران هغه څلور کسان اعدام کړل چې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد لپاره یې کار کاوه

باغي ټي وي رپورټ
ایران هغه څلور کسان اعدام کړل چې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد لپاره یې کار کاوه. د بهرنیو رسنیو د خبر له مخې څلور تنه چې د اسراییلو د استخباراتو د ادارې لپاره د کار کولو په تور نن سهار اعدام شول. د ایران قضايي ادارې هم د دغو څلورو کسانو د اعدام حکم تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه څلور کسان د اسرائیلو له استخباراتي ادارې سره په کار کولو تورن دي.
د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ایران یوې محکمې د اسراییلي استخباراتو په لارښوونه ۴ تنه د غلا، تښتونې او عامه شتمنیو ته د زیان رسولو په جرم په اعدام محکوم کړل. د دې ډلې نور درې غړي د ملي امنیت د زیانمنولو، د غیر قانوني وسلو د لرلو او د انسان تښتونې په برخه کې د مرستې او همکارۍ په تور له ۵ تر لسو کلونو بند محکوم شول.






