د ملکي ادارو په ضد د متنازعه ټويټونو او بيانونو په تور نيول شوی د پاکستان تحريک انصاف سينيټر اعظم سواتي په پينځه ورځني جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارل شوی دی

0
105

باغي ټي وي رپورټ
کوټه: د ادارو په ضد د متنازعه ټويټونو او بيانونو په تور نيول شوی د پاکستان تحريک انصاف سينيټر اعظم سواتي په پينځه ورځني جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارل شوی دی. اعظم سواتي د جوډيشل مجسټرېټ عبدالستار په عدالت کې وړاندې کړل شو. په دې موقع سخت امنيتي انتظامات شوي وو.
د کوټې پوليسو د سېنېټر اعظم سواتي د ۱۰ ورځو په جسماني ريمانډ کې د ريمانډ غوښتنه کړې وه خو عدالت د ۵ ورځو جسماني ريمانډ غوښتنه ومنله.

Leave a reply